په غزه کې د وژل شویو خلکو شمېر ۲۶۵۰۰ ته نږدې شوی

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د حماس تر کنټرول لاندې غزې روغتیا وزارت ویلي، هلته د وژل شویو خلکو شمېر ۲۶زره او پنځه سوو ته نږدې شوی دی.

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې څه باندې ۶۵ زره نور خلک ټپیان شوي هم دي.

پر غزه وروسته له هغه اسراییلو بمبارۍ پیل کړې چې د اکټوبر په اوومه د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس پر اسرایلو په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

اسراییلي چارواکو ویلي د حماس تر له منځه وړلو او د یرغمل شویو تر خلاصون پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

اخوا په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د هڅو په لړ کې پرون پاریس د یوې غونډې کوربه و چې د ځینو پرمختګونو راپورونه یې خپاره شوي.

اسوشېټېډپرېس او نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د پاریس غونډې اجنډا پر هغې طرحې بحث دی چې د یوه دوه میاشتني اوربند په بدل کې د یرغمل شویو خلکو خلاصون غواړي.