طالب چارواکی: افغانستان له پاکستان سره رسمي سرحد نه‌لري

د تورخم دروازې يوه څنډه

د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نور‌الله نوري وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ یوازې یوه فرضي کرښه شته او دا دواړه هېوادونه سره رسمي سرحد او صفري نقطه نه ‌لري.

نورالله نوري چې د جمعې په ورځ تورخم ته تللی و، دا هم ویلي چې د ده په وینا پر فرضي کرښه ستونزو او ترینګلتیاوو ته متوجه دي او هڅه کوي چې په تورخم او سپین بولدک کې را پورته کېدونکې ستونزې حل کړي.

د هغه دا څرګندونې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خپله ایکس‌ پاڼه خپرې کړي دي.

هغه زیاته کړې:

"که په خاص ډول پاکستان چې موږ دوی سره فرضي ډیورنډ کرښه لرو، موږ له دوی سره رسمي سرحد و صفري نقطه نه‌لرو، دا زموږ او د دوی په منځ فرضي کرښه ده. که د کرښې په اوږدو کې کومه ستونزه پیدا کېږي، لکه په تورخم او سپین بولدک دروازو کې، البته د هر چا خپل سیاست ده، خو موږ د دې مشکلاتو حل ته تل متوجه یوو. "

د طالبانو حکومت دا لوړ پوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندوني کوي چې د تورخم او سپین بولدک په ګډون له پاکستان سره په ډیورنډ کرښه جوړو شویو دروازو ډېر کله ستونزې وي چې له امله یې پاکستان وخت په وخت دا لارې تړلي او د دې اقدام بېلابېل لاملونه یې یاد کړي دي.

روانه میاشت پاکستان د نږدې لس ورځو لپاره په ډیورنډ کرښه جوړې شوې دروازې له دې امله د باروړونکو موترو پر مخه تړلې وې چې موټر چلوونکو د پاکستان ویزه نه ‌درلوده.

بل‌خوا په چمن کې د ډیورنډ کرښې هاغاړې له سل ورځو ډېرې وشوې چې ولسونو پرلت روان کړی.

د چمن د پرلت یوه څنډه

دوی د پاکستاني حکومت له هغې پرېکړې سره مخالفت ښودلی چې د سپين بولدک ـــ چمن دروازې دواړو خواوو ته به یوازې د پاسپورټ او ویزې درلودونکي سفر کولای شي.

پرلت کوونکي وايي، دا پرېکړه ورته په هیڅ وجه د منلو نه‌ده او تر هغې به خپل احتجاج ته دوام ورکړي چې پاکستاني حکومت خپله پرېکړه نه وي بدله کړې.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې له قانوني لارو په سفر د ټینګار هدف یې له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

د ویلو ده چې له دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقتي هم له بي بي سي سره په خبرو کې د ډیورنډ کرښه فرضي بللې وه او زیاته کړې يې وه چې په دې اړه د دوی حکومت په یوازې توګه پرېکړه نه‌شي کولای او نه يې په رسمیت پېژني.

متقي زیاته کړې وه، د ډیورنډ کرښې په اړه د کرښې دواړه غاړې ولسونه پرېکړه کولای شي.

له دې وړاندې تېرو شلو کلونو کې یعنې د جمهوري نظام پر مهال او له هغې وړاندې هم افغان حکومتونو ډیورنډ کرښه په رسمیت نه‌ده پېژندلې او ویلي یې دي چې دا د دې کرښې پر دواړو خواوو پرتو ولسونو یوه تحمیل شوې غیر رسمي پرېکړه ده.