ځينې افغانان: په موټر کې د سفر پر مهال د سیټونو د خوندیتابه له کمربنده استفاده رواج نه ده

د کابل ښار يوه څنډه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې په ترافيکي پېښو کې د مرګ ژوبلې شمېره د پام وړ لوړه ده، د دغه هېواد يو شمېر موټر چلوونکي او ښاريان وايي، په موټر کې د سفر پر مهال د سیټونو د خوندیتابه له کمربند استفاده ډېره رواج نه ده.

په افغانستان کې یو شمېر عام خلک او موټر چلوونکي وايي، په دغه هېواد کې دننه د سفر یا په ښاري موټر کې د ورځني تګ راتګ پر مهال د سیټونو د خوندیتابه کمربند تړل دود نه دي.

د کابل اوسېدونکې نسرین په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "کله چې موږ ښار ته ځو، موټر کې ګرځو او یا په هر ځای کې چې سفر کوو، هېڅ نه وینو چې موټر چلوونکی دې کمربند تړلی وي چې قانون پلى کړي، کمربند وتړي، ما هېڅکله نه دي لیدلي، کله چې موږ وغواړو په موټرو کې د خوندیتابه دا کمربندونه وتړو یا یو څه ووایو، خلکو ته جالبه وي، ځکه تر اوسه دود شوى نه دى موټر کې د خوندیتابه کمربند تړل."

يو شمېر موټر چلوونکي هم وايي چې موټرو کې د خوندیتابه کمربندونو تړل او کارونه یې د دوى تر منځ ډېره لږ ده.

د دغو موتړ چلونکو په وینا، د طالبانو د حکومت او په تېر حکومت کې د ترافیکو ریاست له خوا په دې اړه د عامه پوهاوي د منظم پروګرام نشتوالى او د افغانستان د ترافیکي قوانینو له مخې د دې کمربند نه اجبارى کېدل د دې لامل شوي چې خلک په موټر کې د تګ راتګ پر مهال د خوندیتابه کمربند تړل جدى ونه ګڼي.

حشمت او حسینا دوه تنه، چې په افغانستان کې د موتړ چلولو تجربه لري ازادي راډیو ته څرګندونې کړي.

حشمت وويل: "د موټر د سيټونو کمربند تړل په افغانستان کې دود نه دی، څوک يې نه تړي، خو کمربند دومره ګټور دی چې کله پېښه کېږئ، تاسو ساتي نه پرېږدي چې له ښيښې بهر ووځٸ."

حسينا وايي: "زه فکر کوم چې د قانون نه مراعتول د ترافیکي پېښو د ډیرېدو یو لامل دی چې یو یې د خوندیتابه کمر بند نه تړل دي، البته، د کمربند تړل د خلکو په ګټه دي ځکه چې دوی ته زیان نه رسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شوي دي.

ازادي راډيو غوښتل چې په وروستیو میاشتو کې د دغو تلفاتو د احصایيې او د سفر مهال په موترو کې د سیټونو د خوندیتابه کمربند د تړلو د اهمیت په اړه د طالبانو حکومت د ترافیکو لوی ریاست هم وپوښت، خو مسوولانو یې د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د موټر چلولو یو استاد وحید چې اوس په یو اروپايي هېواد کې په دې برخه کې تدریس کوي، په موټرو کې د خوندیتابه کمر بند د نه تړلو د ګواښونو په اړه وايي: "که د موتړو کمربند ونه تړل شي، حتی یوه ډېره کوچنۍ حادثه هم کولی شي تاسو ته زيان ورسوي کله چې تاسو بریک وکړئ، یا کوم بل موټر سره مو موټر وجنګېږي شیشې خواته لوېږئ، ستاسو شاته ناست کس ممکن مخکیني سیټ سره ټکر وکړي او دا د ټپي کېدو او حتی د مرګ ریسک ډېرلوړوي."

که څه هم یو شمېر خلک او موټر چلوونکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د موټر چلوونکو او د موټر د مسافرو لپاره د موتړو د سیټونو د خودیتابه کمربندونو تړل د ترافیکي قوانینو له مخې نه دود او نه هم جبرى دي، خو په نورو هېوادونو کې د موټر چلوونکو او د موټر سورليو لپاره د موټر د خودیتابه کمربند تړل اجباري دي اود سرغړونې په صورت کې بايد شخص، ټاکلې جريمه پرېکړي.