طالب چارواکی 'شیخ جلال الدین' په یوه ترافیکي پېښه کې ومړ 

د طالبانو په کنټرول کې ستره محکمه

د طالبانو د سترې محکمې د عامه امنیت د دېوان ريیس شیخ جلال الدین حقاني پرون ماسپښین په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.

سترې محکمې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا پېښه په غزني ولایت کې شوې ده.

د پېښې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.