ملګري ملتونه: څلوېښت سلنه افغان کورنۍ برښنا نه لري 

ارشيف: په افغانستان کې د برښنا مزي

د ملګرو ملتو یوه اداره وايي، افغانستان د انرژۍ له ستر بحران سره مخامخ دی او کابو څلوېښت سلنه افغان کورنۍ برښنا نه لری.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پرون شنبې وویل، د برښنا کموالي د روغتیا، زده کړو، پراختیا او اقتصاد په شان برخو باندې منفي اغېز لري.

د دې راپور له مخې، افغانستان د منځنۍ اسیا او ایران پر وارداتي برښنا سخت متکي دی او په سلو کې ۷۵ برښنا یې له بهره واردېږي.

په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې د هوا له سړېدو سره د برښنا پرچاوي ډېره شوې ده.