په ایران کې د پاکستان سفیر: ایران کې په ډزو وژل شوي کسان پاکستانیان او دا پېښه "وحشیانه" ده

د پاکستان او ایران بیرغونه

په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو تایید کړې چې په ایران کې په ډزو کې نهه پاکستانیان وژل شوي دي.

دغه پاکستاني دیپلومات په اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې په یوه پیغام کې لیکلي چې هغه د دې "وحشیانه" پېښې له امله سخت خواشینی شوی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پولې ته څېرمه د سراوان په ښار کې نن د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې د دغه هېواد ۹ اتباع وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

دا پېښه وروسته له هغې کېږي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ایران په پاکستان کې دننه برید وکړ او پاکستان هم ورته اقدام وکړ.