کابل د دوشنبې په ورځ د سیمه ییز تماس ډلې د غونډې کوربه دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت - تصویر له ارشیفه

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سیمه ییز تماس ډلې غونډه جوړه شي.

تمه ده چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، ایران او پاکستان ځانګړي استازي برخه واخلي.

دا لومړی ځل دی چې د دوه زره یوویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، هلته د سیمې د هېوادونو د استازیو غونډه جوړیږي.

د دې غونډې د اجنډا په اړه څه نه دې ویل شوي، خو له افغانستانه د امنیتي ګواښونو مخنیوی، بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي او د ټولشموله حکومت جوړیدل هغه غوښتنې دي چې د سیمې هېوادونه یې له طالبانو څخه کوي.