د افغانستان په ٢٩ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

ارشيف: په پکتيا کې له باران وروسته د يوې سيمې انځور

د هوا پېژندنې د یو شمېر نړیوالو ادارو د اټکل له مخې سبا به د افغانستان په نهو ٢٩ ولایتونو کې ورښتونه وشي.

نن هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې واورې او بارانونه ورېدلې دي.

هلمند، فراه، خوست، ننګرهار او نیمروز هغه پاتې پنځه ولایتونه دي چې په دغو کې له اټکل سره سم نن او سبا د ورښت لږ چانس لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا تېره اوونۍ، سې شنبې ویلي وو چې سږ کال په افغانستان کې ورښتونه ډېر کم دي چې بدې وچکالۍ ته ډېرې اندېښنې شته.