په پروان او کاپیسا کې د درېيو طالبانو د وژلو او پنځو نورو د ټپي کېدو ادعا شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولايت موقعیت

د طالبانو یوه مخالفه د مقاومت جبهه ادعا کوي چې په پروان او کاپیسا کې یې درې طالبان وژلي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.

دې جبهې پرون ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، وسله‌‌والو یې د پروان په بګرام کې د طالبانو یوه قرارګاه په نښه کړه چې په پایله کې دوه تنه طالبان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

د مقاومت جبهې د کاپیسا په مرکز کې هم د طالبانو په یوې قرارګاه د برید خبر ورکړی او زیاتوي، هلته یې هم یو طالب وژلی او دوه یې ټپيان کړي دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه غبرګون نه‌‌دی ښودلی.