وچکالي او د اوبو کمښت؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوبو زېرمې جوړوي

ارشیف: د ملګرو ملتونو له لوري په هرات کې د اوبو پر یوې زېرمې کار روان دی.

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراکي موادو اداره په افغانستان کې د اوبو د زېرمو د جوړېدو خبر ورکوي.

دې ادارې پرون په خپلې ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وویل چې دا زېرمې به د بېلابېلو شرکتونو او عامو خلکو په مرسته جوړې شي چې یو لور ته د سېلابونو د بهېدو مخه ونیسي، بل لور ته به د بارانونو له ورېدو سره په دې زېرمو کې د کرنې لپاره اوبه خوندي شي.

د اوبو د زېرمو د جوړېدو دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی چې د ملګرو ملتو د مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا تېره اوونۍ، سې شنبې وویل چې سږ کال په افغانستان کې ورښتونه ډېر کم دي چې د بدې وچکالۍ اټکل کېږي.