د ایران او پاکستان سفیرانو د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړل

د پاکستان او ایران بیرغونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، تهران ته د خپل سفیر د رسېدو او اسلام اباد ته د ایران د سفیر د بېرته ستنېدو خبر ورکړ.

د دې وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ تېره شپه په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل چې د دواړو هېوادونو تر منځ تر تفاهم وروسته د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو تهران ته ولاړ او د ایران سفیر رضا امیري مقدم پرون اسلام اباد ته ستون شو.

ایران د جنوري په شپاړسمه د پاکستان په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ او ویې ویل چې د جیش العدل یاغیان یې په نښه کړل، د دې په ځواب کې د جنوري په اتلسمه پاکستان د ایران په خاوره کې یو شمېر اهداف وویشتل.

تر دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیک اړیکې خراب شول.