ایران د کرمان چاودنو په اړه د امریکا وار د مخه خبر ورکول رد کړل

د کرمان چاودنې یو شمېر قربانیان

ایران د هغو رسنیو راپورونه رد کړ چې وايي، په کرمان کې له خونړیو چاودنو مخکې امریکا په دې اړه ایران ته خبر ورکړی و.

د جنورۍ په دویمه په غبرګو چاودنو کې نژدې سل تنه ووژل شول چې له لسو ډېر يې افغانان وو.

د دې بریدونو مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.

وال سټریټ ژورنال ورځپانې پرون د جنورۍ ۲۵ وویل، امریکا له دې بریدونونو مخکې ایران ته خبر ورکړی و.

خو د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې یوې لوړ پورې دپیلوماتیکې سرچینې د وال سټریټ ژورنال دا راپور رد کړی دی.

په کرمان کې دغه چادونې د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلېماني د وژنې د څلورم تلین پر مهال شوې وې.

سلېماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ مه د عراق پلازمینې بغداد ته نږدې د امریکايي ځواکونو په برید کې ووژل شو.