د طالبانو حکومت په افغانستان کې د 'ټي ټي پي' شتون رد کړ

د ټي ټي پي وسله وال غړي

د طالبانو د حکومت یو چارواکی وایي چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په افغانستان کې کوم ځای نه لري او داعش هم د بشریت د دښمن په توګه ځپل شوی دی.

ارګ چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې پرون د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافېر پال کلومان بکر سره په کتنه کې کړې دي.

پاکستان په وار وار پر افغانستان واکمن طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو پرضد چې په خبره یې له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي، جدي اقدام نه کوي، هغه تور چې د طالبانو د حکومت چارواکو تل رد کړی او ویلي یې دي چې پاکستان دې خپلې امنیتي چارې خپله سمبالې کړي او پر نورو دې بې ځایه تورونه، نه لګوي.