ودانت پاټېل: افغانستان د امریکايي اتباعو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ودانت پاټېل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان د امریکايي اتباعو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی.

د امریکا متحده ایالاتو له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي، ځکه دغه هېواد وايي چې افغانستان د امریکايي اتباعو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټېل تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، دا هېواد د خپلو اتباعو له ساتنې پرته بل مهم لومړیتوب نه لري په ځانګړي ډول هغه چې "په افغانستان کې" نیول شوي او د برمته شویو غوندې ساتل کېږي.

خو د نوموړي په خبره، په دې برخه کې مسوول چارواکي د نیولو شویو امریکايي اتباعو په اړه د پراخه اقداماتو په لټه کې دي.

هغه زياته کړه: "له دې فرصت نه په ګټې اخیستنې غواړم امریکايي اتباعو ته ووایم چې افغانستان ته سفر مه کوئ. افغانستان د امریکا لپاره د سفر د ممنوعیت په څلورم ځای کې قرار لري، چې باید امریکايي وګړي ورته سفر ونه کړي، د سفر د ممنوعیت دا وړاندیزونه جدي دي او امریکايي وګړي باید له بهرني سفر وړاندې دا وڅېړي."

دا چې افغانستان د بهرنیو اتباعو په ځانګړي ډول امریکايي وګړو لپاره یو خطرناک هېواد دی او که نه په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتل شو خو نوموړي د ازادي راډيو پوښتنه ځواب نه کړه.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دا ونه ویل چې اوسمهال څومره امریکايي وګړي په افغانستان شته او څومره بندیان دي، خو له دې مخکې د تېر میلادي کال د مارچ په درویشتمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي وو چې لا هم په افغانستان کې ۱۷۵ امریکايي وګړي شته چې یو شمېر یې د طالبانو له لوري بندیان شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن

خو بلېنکین یې دقیق شمېر نه وو ښودلی.

بلېنکین هغه مهال له امریکايي وګړو غوښتي وو چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي او ادعا یې کړې وه چې په افغانستان کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالي دي او امریکايي اتباع د انسان تښتونې او غیر قانوني نیونې له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي دا هم ویلي وو، داسې نښې هم شته چې ښايي د دې هېواد وګړي د طالبانو له لوري هم ونیول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال دا ادعا رد کړې وه خو د طالبانو حکومت د زندانونو د تنظیم ادارې چارواکو د تېرې اګست میاشتې په ۱۲مه ملت ته د حساب ورکولو په نوم په یو پروګرام کې تایید کړه چې د پنځه ښځو په ګډون ۱۶ بهرنیان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.

خو دوی د دغو بندیانو د هویت په اړه او دا چې ولې نیول شوي، ډېر جزيیات نه و ورکړي.