د چین د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ملي امنیت سلاکار سره ګوري

CHINA-DIPLOMACY/WANG

ټاکل شوې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جېک سالیوان سره په ټایلنډ کې وګوري.

دواړه قدرتونه هڅه کوي خپلې هغه اړیکې بېرته سیمې کړي چې د تېرو څو کلونو پر مهال خړې پړې شوې وې.

پېکېنګ او واشنګټن په وروستیو کلونو کې له ټکنالوژۍ نیولې د بشري حقونو د موضوع او نورو مسایلو پر سر په خپلو کې لفظي شخړې کړې دي.

د دغو اړیکو د بیا احیا لپاره چې په تېرو لسیزو کې تر ټولو خرابې شوې دي، ولسمشر جو بایډن په نومبر میاشت کې په سن فرانسیسکو کې د چین له ولسمشر شي جین­پینګ سره وکتل چې دواړو لوریو بریالۍ کتنه بللې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې وانګ يي به تر دوشنبې پورې په ټایلنډ کې وي.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ به دا خبرې نن جمعه او سبا شنبه وشي.