په افغانستان کې د ټولګډونه، ځواب ویونکي او استازي حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو

د ترکیې او ایران بیرغونه

د ایران او ترکیې ولسمشرانو ابراهیم رییسي او رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د ټولګډونه، ځواب ویونکي او استازي حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

دواړو ولسمشرانو پرون پنجشنبه په یوه ګډه بیانیه کې چې د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ خپره کړې له هر ډول قومي او فرقوي تبعیض پرته د افغانانو د امن غوښتنه هم وکړه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي تېره چهارشنبه ترکیې ته لاړ او له خپل ترک سیال سره یې د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم بحث کړ.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره سې شنبه د لاوروف په ځواب کې وویل، چې افغانستان ټولګډونه او ځواب ویونکی حکومت لري.

د ترکیې، ایران او روسیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو ترکیه، روسیه او ایران له ګوتو په شمېر هېوادونو دي، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.