د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره دوه میلیون او دوه سوه زره ډالرو مرسته شوې

ارشیف

ډنمارک د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د دوو میلیونو او دوه سوه زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا پرون پنجشنبه د ډنمارک د دې نوې مرستې خبر ورکړی دی.

دغې ادارې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ډنمارک له ۲۰۱۵م کال راهیسې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره څه باندې ۳۶ میلیون امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

بل لوري ته طالبان وايي چې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره ۹۳ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

طالبانو د ارګ په ایکس شبکه کې چې د دې ډلې په کنټرول کې ده، پرون لیکلي چې د ناروې دغه ډیپلومات د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره دغه راز ویلي چې ناروې د هغو کډوالو د لاسنیوي لپاره چې په جبري ډول افغانستان ته ایستل کېږي، اووه ملیون ډالره مرسته برابروي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په دغه هېواد کې د بېوزلۍ سطحه لوړه شوې او تر ۲۹ میلیونو ډېر وګړي دا مهال په کې بشري مرستو ته اړ دي.