متحده ایالتونه: د طالبانو بشري سرغړونې په جدي ډول څارو

ویدانت پاټیل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات په افغانستان کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې څاري.

دا خبره د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند یوه مرستیال ویدانت پاټیل پرون چهارشنبې ناوخته په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې پوښتنې په خواب کې وکړه.

ښاغلي پاټیل وویل، متحده ایالات نه ستړې کیدونکي کارته دوام ورکوي ترڅو ډاډ حاصل شي چې طالبان د هغو جدي سرغړونو په خاطر چې موږ یې د ترسره کېدو شاهد یو، ځواب ویونکي واوسي.

د ده په خبره دا هغه څه دي چې دوی یې په اړه له نژدې همکارۍ کارته دوام ورکوي.

ښاغلي پاټیل زیاته کړه چې په وزارت کې یې یو شمېر چارواکي په دې مسله کې جدي ښکېل دي او پر وزیر سربېره نور استازي چې یوه یې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو د چارو لپاره رینا امیري ده، دا مسله مخ ته وړي.

پرون د جنوري ۲۴ د زده کړې نړیواله ورځ داسې مهال په نړۍ او افغانستان کې ولمانځل شوه چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په دې هېواد کې نجونې له شپږم ټولګې پورته زده کړو څخه منع کړای شوي او د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو او ښځو پرمخ تړل شوي دي.