په ايران کې د 'محمد قبادلو' د اعدام پر وړاندې د اعتراض په توګه اعتصاب پیلېږي

محمد قبادلو

د ایران یو شمېر سیاسي او مدني فعالان وایي چې له ۶۱ زنداني ښځو سره به یوځای نن د محمد قبادلو د اعدام په وړاندې د اعتراض په توګه د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پیل کړي.

دغه اقدام داسې مهال کېږي چې د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکي نرګس محمدي په انسټاګرام کې ویل شوي چې په اوین زندان کې سیاسي بندیانو ښځو پتیلې چې په وروستیو کې د اعدامونو پر وړاندې د اعتراض په توګه اوهم د اعدامونو د بندېدو په اړه د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پیل کړي.

د نرګس محمدي اړوند ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکل شوي چې محمد قبادلو په داسې حال کې په دار وځړول شو چې ان د هغه د اعدام په اړه قطعي حکم نه و صادر شوی.

محمد قبادلو چې تېر کال په ایران کې د اعتراضونو پر مهال د ایران د امنیتي ځوانو د یوه غړي په وژل کېدو تورن شوی و، د تېرې سې شنبې په ورځ اعدام شو.