د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه د يوې غونډې مشري کوي

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش به راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د دې سازمان د غړیو هېوادونو او د سیمه ییزو سازمانو د ځانګړیو استازیو د غونډې مشري وکړي.

د ملګرو ملتونو د رسمي ویبپاڼې د راپور له مخې دغه غونډه به د فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د دې غونډې هدف، د افغانستان په اړه د هغې خپلواکې ارزونې په رڼا کې په منظمه او همغږي توګه د نړیوال مشارکت زیاتوالی ښودل شوی چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي فریدون سینیرلي اوغلو له خوا ترسره شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا د دې غونډې پر جوړولو او نورو اړوندو تیاریو باندې کار روان دی.