روسي چارواکي: د ژمنو په عملي کېدو سره به د طالبانو حکومت په رسميت وپېژندل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي،هېواد به یې هغه حکومت چې طالبانو په افغانستان کې جوړ کړی، تر هغو په رسمیت ونه پيژني چې بشري حقونو ته د درناوي په پار خپلې سیاسي ژمني پر ځای نه کړي.

لاوروف د امنیت شورا په غونډه کې له ګډون وروسته پرون په متحدو ایالتونو کې دغه څرګندونې یوه خبري کانفرانس ته وکړې.

د روسیې تاس خبري اژانس په وینا، لاوروف زیاته کړې چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي، ځکه په خبره یې طالبان عملا په افغانستان کې واک په لاس کې لري.

لاوروف په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې له تعلیم او کار څخه د ښځو محرومیت ته هم اشاره کړې ده.

د روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو کابل ته خپل ډیپلوماتان لېږلي او د طالبانو سیاسي استازي یې هم منلي، خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.