له پاکستانه ۶۱ نورې کورنۍ هم افغانستان ته ستنې کړای شوې

له پاکستانه ايستل شوې افغان کډوال

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په لړ کې پرون چهارشنبه هم ۶۱ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې.

د دوی له ډلې ۲۸ کورنۍ پر تورخم او ۳۳ د سپین بولدک له لارې راستنې شوي چې د غړو شمېر یې ۲۵۵ ته رسېږي.

د طالبانو د حکومت له خوا دغو راستنېدونکو ته ګمارل شوې کمېټې پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو راستنو شویو سره یې اړینې مرستې کړي، خو جزيیات یې نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې افغانستان ته له پاکستانه د راستنو شویو کسانو شمېر له پنځو لکو اوښتی دی.

پاکستان د تېر کال د نومبر له پيله له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د اجباري ستنولو پروسه پيل کړې ده.