امریکا د افغان ښځو او نجونو د تلپاتې ځواک ستاینه کړې

ارشیف: په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته نجونې په کې له زده کړو منع شوې دي.

د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغان ښځو او نجونو د تلپاتې ځواک ستاینه کړې.

دې سفارت پرون چهارشنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د تعلیم په برخه کې د پنځو کلونو لپاره د ۷۹ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

سفارت که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پرزده کړې د لګول شویو محدودیتونو یادونه نده کړې، خو ویلي یې دي چې متحده ایالات غواړي دا ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې ټولې نجونې او هلکان د باکیفیته زده کړو له حق څخه برخمن کېږي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د مرستندویه صندوق یونېسف په وینا، په اوس وخت کې په افغانستان کې ۳،۷ ملیونه ماشومان ښوونځیو ته له تلو بې برخې دي چې څه باندې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.