د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله له نیپال سره سیالي لري

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال

ټاکل شوې چې د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره د کرکټ ملي لوبډله سبا جمعه له نیپال سره لوبه وکړي.

دغه لوبه به د جنوبي افریقا په ایسټ لنډن کې د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیل شي.

افغانستان تراوسه په دې جام کې له پاکستان او نیوزیلیند سره لوبې کړي چې دواړه یې بایللې دي.

د کرکټ د ترنولسو کلونو کم عمره نړیوال جام د تېرې جنوري په ۱۹مه جنوبي افریقا کې پیل شوی او شپاړسو ټیمونو په‌کې ګډون کړی دی.