په ایران کې ۱۱ زندانیان د اعدام له جدي سره خطر مخامخ دي

ارشیف

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' وایي، په ایران کې لږ تر لږه ۱۱ زندانیان چې اکثره یې کوردان دي، د اعدام له جدي خطر سره مخامخ دي.

د دغه سازمان په یوه اعلامیه کې چې پرون د جنورۍ په ۲۳مه خپره شوې، راغلي چې دغو کسانو ته تر ډېره د سیاسي او امنیتي تورونو له کبله د اعدام حکم اورول شوی دی.

د 'هیومن رایټس واچ' په خبره، دغه ډول تورونه باید هیڅکله هم د اعدام سزا ته ونه رسيږي او په خبره یې دا د بشري حقونو د اصولو سرغړونه او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.

یو شمېر دغه زندانیان په ځمکه کې د فساد یا هم محاربې یعنې له الله سره په دښمنۍ تورن شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر ایران فشار زیات کړي چې دغه ډول تورونو ته د مرګ سزا صادره نه کړي.