روسي چارواکي: په بلګورود کې د لوېدلې الوتکې ټوله سپرلۍ او عمله وژل شوې ده 

يوه روسي الوتکه

روسي چارواکي وايي، په بلګورود سیمه کې د لویدلې پوځي الوتکې ټوله سپرلۍ او عمله وژل شوې ده.

په دغې الوتکه کې ۶۵ د اوکراین اسیر شوي سرتېري، ۶ عمله او ۳ امنیتي ساتونکي سپاره وو.

د بلګورود والي ویاخېسلاف ګلدکوف پر خپل ټیلګرام چېنل لیکلي چې " یوه ترانسپورتي الوتکه په کوروخانسکي ولسوالۍ کې د هستوګنې سیمې ته نژدې لویدلې او په کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي."

تر دې وړاندې د روسیې دفاع وزارت تایید کړې وه چې الوتکه کې د اوکراین ۶۵ اسیر شوي سرتیري سپاره وو او د تبادلې لپاره بلګورود سیمې ته لېږدول کېدل.

کیف تراوسه پر دې تبصره نه ده کړې چې الوتکه کې ریښتیا هم د دوی اسیر شوي سرتیري سپاره وو او که نه، خو د اوکراین د استخباراتو یوې سرچینې د ازادي راډیو اوکرایني څانګې ته ویلي چې له روسیې سره د اسیرو سرتېرو یوه تبادله نن د جنورۍ ۲۴مې ته پلان شوې وه چې ترسره نه شوه.