اتونبایوا یوځل بیا زده کړو ته د افغان نجونو او مېرمنو د لاسرسي غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبايوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا یوځل بیا زده کړو ته د افغان نجونو او میرمنو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

اغلې اتونبایوا د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د جنورۍ په ۲۴مه نمانځل کېږي، یوه ویډیویي پيغام کې ویلي چې زده کړې د افغانستان د راتلونکې او اوسنیو ننګونو سره د مبارزې لپاره مهمې دي.

هغې زياته کړه: "په افغانستان کې د ټولو، نجونو، هلکانو، سړیو او ښځو لپاره تعلیم د دوی له اساسي حقه هم پورته دی. تعلیم د افغانستان د راتلونکې لپاره یو بنسټ دی. د افغانستان لپاره تعلیم یوه اړتیا ده."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي وتړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړل.

د افغانانو او نړیوالې ټولنې له پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه طالبانو د نجونو ښوونیز او تحصیلي مرکزونه نه دي پرانيستي.

ملګري ملتونه وایي، افغانستان پخوا نړۍ ته ښه ساینسپوهان، شاعران، انجینران او ان ستورمزلي وړاندې کړي چې په وینا یې پر دې میراثونو باید ویاړ وشي.