له پاکستانه افغانستان ته نورې ۵۵ کورنۍ ستنې کړای شوې

له پاکستانه افغانستان ته ستنې شوې کورنۍ

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په لړ کې پرون هم ۵۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړای شوې.

په دې لړ کې پرون ۲۷ کورنۍ د تورخم او ۲۸ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلې چې ځینې یې خپلو سیمو او یو شمېر نورې یې د کډوالو په جوړو شویو کمپونو کې میشت شوې.

د طالبانو د حکومت یوې کمېټه چې همدې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي، نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې اړینې مرستې رسېدلي، خو د مرستو جزيیات معلوم نه دي.

تر دې وړاندې ګڼو دغو کډوالو ازادي راډیو ته شکایت کړی چې په لومړیو کې څه نا څه مرسته ورسره کیږي، خو د وخت په تېرېدو یې بیا څوک پوښتنه هم نه کوي.

له پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د راستنو شویو کډوالو شمېر له پنځو لکو ډېر ښودل شوی دی.

د پاکستان حکومت په تېره نومبر میاشت کې له هغه هېواده د دوی په ټکو د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د اخراج پرېکړه وکړه.