د بې پولې خبریالانو ټولنې د طالبانو له خوا د یو شمېر خبریالانو نیول غندلي

له آرشيفه د يو شمېر افغان خبریالانو تصویر

د بې پولې خبریالانو ټولنې په دې وروستیو کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د یوشمېر خبریالانو نیول غندلي دي.

دغې ټولنې پرون په یوه بیان کې وویل، طالبان باید د افغان خبریالانو د کار پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

بیان زیاتوي چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو استخباراتو لږترلږه درې افغان خبریالان نیولي چې له ډلې یې دوه تنه تر دوو ورځو بند وروسته خوشې شوي خو د بیان له مخې د کیوډو نیوز جاپاني اژانس افغان خبریال احسان اکبري چې د جنوري په ۱۷مه په کابل کې نیول شوی دی، لا هم د طالبانو په بند کې دی.

په بیان کې راغلي چې د طالبانو د استخباراتو له خوا د خبریالانو بیا بیا نیول د خپلواکو خبریالانو وېرول او د رسنیو د هرې بڼې د ازادۍ ځپل دي.