ټرمپ په نيوهمشاير کې د بايډن پر وړاندې سيالۍ ته يوبل ګام هم نږدې شو

د امريکا مخکينی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په نیوهمشایر کې په جمهوریپال ګوند کې د خپلمنځي سیالۍ په ګټلو سره د راروانې نومبر میاشتې په انتخاباتو کې د ولسمشر جوبایډن پر وړاندې سیالۍ ته یوبل ګام هم ورنږدې شو.

خو په ګوند کې دننه د ټرمپ سیالې نیکي هیلي هم ژمنه وکړه چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

هغې په خپله پرونۍ وینا کې وویل چې سیالي تراوسه پای ته نه ده رسېدلې.

هغې ټرمپ ته د مناظرې بلنه ورکړه.

مېرمن هیلي وویل چې دا یوه مبارزه او سرتېرې ده.

له بلې خوا نظرپوښتنې ښيي چې په نیو همشایر کې د ډیموکرات ګوند خپلمنځي انتخابات به اوسنی ولسمشر بایډن وګټي او خپل سیال د استازو د جرګې غړي ډین فلیپس ته به ماتې ورکړي.