مککال د افغان کډوالو په وړاندې د امریکا پر چلند نیوکه کړې

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکې کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکې کمېټې په بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو نیوکه کړې چې د متحده عربي اماراتو په یوه کمپ کې یې دوه نیم کاله ګڼ افغانان منتظره پاتې کړي دي.

د دې کمېټې مشر مایکل مککال په یوه لیک کې چې سه شنبه یې خپور کړی ویلي لا هم د افغانستان یو شمېر پېژندل شوي فعالان او پخواني پوځیان چې له امریکا سره یې همکاري کړې د اماراتو په بشردوستانه ښارګوټي کې ایسار پاتې دي.

د مککال په لیک کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او کورني امنیت وزارت له خوا په امریکا کې د ځینو دغو افغانانو د مېشتولو غوښتنلیکونه رد شوي او د ده په خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوی د بیا څېړنې لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي چې له دې ډلې ځینې افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي چېرته چې د طالبانو له خوا ګواښل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال د تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو پخوا یې د خلکو د ایستلو او میشتولو په پروسه کې د ځینو خنډونو یادونې کړې وې.

امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو لسګونه زره کسان له افغانستانه دریمو هېوادونو ته انتقال کړل او بیا یې له هغه ځایه امریکا کې د مېشتېدو پروسه مخته یوړه خو لا هم ځینې کسان امریکا ته د تلو په تمه په پاکستان، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو کې انتظار کوي.