ملګري ملتونه هره ورځ په زرګونو افغان زده‌کوونکو بیسکوېټونه ویشي

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې هره ورځ شاوخوا اوه سوه زره نجونې او هلکان په خپلو ښوونځيو کې د دغه پروګرام له لارې بیسکوېټونه ترلاسه کوي.

د سه شنبې په ورځ د جنورۍ ۲۳مې، دې پروګرام په خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیو کې ټینګار کړی چې د ښوونځيو لپاره د غذايي موادو په رسولو باندې پانګونه د ماشومانو په راتلونکي پانګونه ده.

په پرمختللو هېوادونو کې د ښوونځیو ماشومانو ته بشپړه غرمنۍ ورکول کېږي، خو افغانستان کې په کمه اندازه د یونېسف یا 'ډبلیو اف پي' له‌خوا بیسکوېټ یا نور غذايي مواد پر وړو متعملینو ویشل کېږي.

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي چې افغانستان کې میلیونونه کسان بشري مرستو اړتیا لري او په دې ډله کې دولس میلیونه داسې کسان هم شته چې له لوږې سره مخ دي.

د دغو له ډلې لویه برخه ماشومان دي.