هالنډ کې درې کسان پر روسیې د بندیزونو د سرغړونې په تور نیول شوی

د هالنډ بیرغ

د هالنډ د مالي جرمونو ادارې درې کسان د اوکراین د جګړې په تړاو پر روسیې د لګول شویو بندیزونو د سرغړونې په شک نیولي دي.

د دې ادارې چارواکو د سه شنبې په ورځ د جنورۍ ۲۳مه وویل چې دوه نارینه او یوه ۵۴ کلنه ښځه د هاګ په ښار کې د یوې نړیوالې قاچاقبرې شبکې د یوې برخې په توګه د روسیې پر ضد د بندیزونو د مخنیوي او سرغړونې په تور نیول شوي دي.

د هالنډي چارواکو په وینا، دا عملیات د جرمني، لېتوانیا، لاتویا او کاناډا په همکارۍ او پلټنو د یوه نړیوال اقدام برخه وه.

پر اوکراین د روسیې له غیر موجه یرغل وروسته مسکو د لویدیځو هېوادونو له سختو بندیزونو سره مخامخ شوی دی.