د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو د جاپاني رسنۍ د خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

تصویر له ارشیفه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې CPJ په افغانستان کې د جاپان د کیوډو نیوز د افغان خبریال احسان اکبري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

CPJ چې مرکز یې په نیویارک کې دی نن په یو بیان کې د سرچینو له قوله ویلي چې د طالبانو د حکومت د رسنیو معلوماتي مرکز د تېرې اوونۍ د چارشنبې په ورځ اکبري په کابل کې خپل دفتر ته احضار کړ او وروسته بیا د استخباراتو ادارې دی ونیو او نامعلوم ځای ته یې بوته.

بیان زیاتوي چې د دې ورځې په سبا استخباراتي چارواکو اکبري اړ کړ چې خپلې کورنۍ ته زنګ ووهي او خپل موبایل د دوی اجنټانو ته چې د دوی د کور مخې ته درېدلي وو، وسپاري.

د CPJ په بیان کې یادونه شوې چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکبري نیول او د هغه د کاري وسایلو ضبطول تایید کړي دي، خو مجاهد دې کمېټې ته ویلي دي چې د کیوډو نیوز خبریال یې ځکه نیولی چې هغه د طالبانو د حکومت له مخالفو کړیو سره تماس درلود او هغوی ته یې معلومات ورکول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د طالبانو چارواکي باید اکبري بې قیدو شرطه سمدستي خوشې کړي او د مطبوعاتو د کارکوونکو د کار په خاطر دې د هغوی له نیولو ډډه وکړي.