ایران د محمد قبادلو په نوم یو معترض ځوان اعدام کړ

له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

ایران د محمد قبادلو په نوم کس چې د دولت پرضد د ۲۰۲۲ کال د مظاهرو پرمهال د یوه پولیس د وژنې په قضیه کې دخیل بلل شوی و، نن اعدام کړ.

د قبادلو مدافع وکیل استدلال کوي چې دا اعدام غیرقانوني و، ځکه په تېره جولای میاشت کې د ایران سترې محکمې د عصبي ناروغۍ له وجې د ده د موکل د اعدام حکم لغو کړی و.

خو د ایران د قضا خبري آژانس ټینګار میزان کړی چې د ډاکټرانو له نظره قبادلو د دې جرم پرمهال عصبي ناروغي نه درلوده.

د نوموړي له اعدام څخه څو ساعته مخکې د بښنې نړیوال سازمان له ایراني چارواکو وغوښتل چې د قبادلو د بې محاکمې او خپلسري اعدام مخه ونیسي.