کرکټ؛ عظمت الله عمرزي د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

عظمت الله عمرزی

د بنګله دېش غوره لیګ په سیالیو کې د افغان کرکټ الراونډر لوبغاړي عظمت الله عمرزي د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

ښاغلی عمرزی چې د رنګپور رایډرز لوبډلې لپاره لوبیږي، نن یې د توپوهنې په برخه کې ښه لوبه کړې او خپله لوبډله یې بریا ته رسولې ده.

نوموړي په ۳۳ توپونو ۴۷ ناسوځېدلې منډې کړې دي چې ۳ شپږیزې او دوه څلوریزې یې وهلي دي.

د ویلو ده چې د یاد لیګ په یوې بلې سیالۍ کې نجیب ځدراڼ هم د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې وه.

اوس مهال ګڼ شمېر افغان لوبغاړي په ۳ بیلابیلو سوداګریزو لیګونو کې په لوبو بوخت دي.