د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو مشر ته؛ د معترضو مېرمنو شکنجه ودروئ

د طالبانو خلاف د یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو تصویر - ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت د استخباراتو پر مشر غږ کړی چې معترضو افغان ښځو ته له سزا ورکولو لاس واخلي.

دې سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په یوه لیک کې یې د طالبانو د استخباراتو د ادارې رییس عبدالحق وثیق ته د معترضو ښځو د نیولو د دوام او د ښځو د حقونو د یوې فعالې منیژې صدیقي د شکنجې د راپورونو له کبله اندېښنه ښودلې.

په لیک کې یادونه شوې چې طالبانو مېرمن صدیقي له خپلې کورنۍ او مدافع وکیل سره د اړیکو او همدا راز روغتیايي امکاناتو ته د لاسرسي له حق څخه محرومه کړې.

د بښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د دې فعالې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

په لیک کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د فعالو مېرمنو او د هغوی د کورنۍ د غړو د خپلسرو نیونو لړۍ بنده کړي.

طالبانو د بښنې نړیوال سازمان دې لیک ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو د فعالانو ښځو د نیولو اړوند راپورونه یې له دې مخکې هېڅکله هم نه دي تایید کړي.