زرګونه فلسطینیان د غزې له خان یونس ښار څخه وتښتېدل

د غزې یو شمېر اوسیدونکي

په زرګونو فلسطینیان پرون دوشنبې د غزې له خان یونس ښار څخه وتښتېدل.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د دې ښار اوسیدونکي وروسته له هغې کډه کېدو ته اړ شول چې اسراییل پردې ښاربریدونو ته دوام ورکړ.

د راپور له مخې، د ښار اوسیدونکو د موټرو او خرو په ذریعه د خپلو کورونو مالونه ولېږدول.

د ملګرو ملتونو په وینا، له کله چې په غزه کې د اسراییل او سخت دریځې حماس ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله ګڼي، جګړه پیل شوې، تراوسه د دې سیمې د ۲،۳ میلیونه وګړو شاوخوا ۸۵ سلنه یې بې ځایه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دوی له هرو څلورو کسانو یویې له لوږې سره مخامخ دی.