امریکا او برېتانیا په یمن کې د حوثیانو یو شمېر سیمې بمبار کړې

پر حوثیانو بریدونو ته منسوب یو تصویر

د امریکا د متحدو ایالتونو او برېتانیا پوځیانو پرون دوشنبې په یمن کې د ایران پلوو حوثیانو اړوند یو شمېر ځایونه بمبار کړل.

دا دوهم ځل دی چې دغه دوه متحدین د حوثي یاغیانو د توغندیو د توغولو پروړتیاوو همغږي غچ اخیستونکي بریدونه کوي.

یوشمېر چارواکو د نومونو د نه ښودلو په شرط وویل چې متحدو ایالتونو او برېتانیا د حوثیانو د توغندیو زېرمتونونه او د توغولو د ځایونو د په نښه کولو لپاره له جنګي بېړۍ او اوبتل څخه د توماهاک توغندیو او جنګي جت الوتکو څخه کاراخیستی.

دا ګډ پوځي عملیات شاوخوا لس ورځې وروسته له هغې کیږي چې د امریکا او برېتانیا جنګي بېړیو او جنګي الوتکو په ۲۸ ځایونو کې د حوثیانو تر۶۰ ډیرهدفونه په نښه کړل.