د هند په آیودیا ښار کې یو لوی معبد پرانیستل شو

د هند صدراعظم مودي د معبد د پرانیستې پر مهال

د هند صدراعظم نریندرا مودي د هند په شمالي ایودیا ښارګوټي کې پرون یو لوی مندر پرانیست.

دا مندر د راپورونو له مخې، د هغه جومات پر ځای جوړ شوی چې شاوخوا دېرش کاله مخکې د هندوانو له خوا وران شوی وو.

د هغې پېښې له امله په هند کې مذهبي شخړې پیل شوې وې چې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان پکې ووژل شول.

د دوشنبې په ورځ د هند صدراعظم نریندرا مودي د رام د دغه لوی مندر د پرانیستلو پر مهال وویل چې (رام د پېړیو قربانیو په نتیجه کې راغلی) .

د دغه مندر د پرانیستې مراسمو ته اوه زره کسان او مذهبي مشران ورغلي وو.