ایران په ۱۰ ورځو کې تر ۱۴ زرو ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستي

له ایرانه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغانان - تصویر له ارشیفه

ایراني چارواکو ویلي چې تېرو لسو ورځو کې یې ۱۴ زره او ۴۱۴ افغان کډوال افغانستان ته لېږلي دي.

د ایران فارس خبري اژانس پرون د جنورۍ ۲۲مه راپور ورکړی چې دا کسان د ایران خاورې ته په ناقانونه توګه ننوتي وو او د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندل کېدو او نیولو وروسته د طالبانو چارواکو ته سپارل شوي.

دا خلک د دوغارون په سرحدي سیمه کې افغانستان ته اړول شوي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان سردار مجید شجاع ویلي چې پوله ساتي ځواکونه او پولیس ایران ته ناقانونه کډوال نه پرېږدي.

ایراني چارواکو تېر نیږدې یو کال کې څه باندې پنځه لکه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي او په ایران کې یې دننه هم پر افغان کډوالو بېلابېل محدودیتونه لګولي.