روسیې د ګازو په یوه ترمینل کې د اور لګېدو ملامتي پر اوکراین واچوله

د اورلګېدو د سیمې تصویر

روسیې د طبیعي ګازو په یوه ترمینل کې د وروستۍ اورلګېدنې ملامتي پر اوکراین واچوله.

د روسیې د بالتیک سمندرګي په اوست لوګا بندر کې دغه اور پرون یکشنبه لګېدلی و.

کله چې د کرملین له ویاند څخه د دې پېښې په باب چې له ایستونیا سره د روسیې پر سرحد د دې ترمینل د ځینو چارو د ځنډېدو په باب شوې وه، پوښتنه وشوه، دمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: اوکراین، د خلکو پر ملکي بنسټونو حملې کوي.

د طبیعي ګازو په دې ترمینل کې چې د روسیې د انرژۍ نوواتاک شرکت یې چارې پرمخ بېولې، د دې اورلګېدنې راپور په سیمه کې د بې پېلوټه الوتکې له لیدل کېدو وروسته ورکړل شو.

محلي چارواکو د روسیې ریا نووفستي خبري اژانس ته ویلي، اور د دوو چاودنو سبب شوی دی.