ایران: د ۵ پوځیانو وژونکی پوځي ونیول شو

د ایران بیرغ

هغه ایرانی سرتېری چې د جنوبي کرمان ولایت په یوه پوځي اډه کې یې پر خپلو ملګرو ډزې وکړې او پنځه تنه یې ووژل نیول شوی دی.

د ایران په جنوب ختیځ کې د پوځي قرارګاه قوماندان امیرغلام علیان نن وویل، تورن چې هویت یې نه دی ښودل شوی د کرمان د شمال لویدیځ په کوچني ښار زرند کې، هلته چې دا پېښه شوې وه ونیول شو.

د کرمان د پولیسو قوماندانۍ ویلي دي چې د تورن د نیولو پرمهال له هغه څخه دوه ټوپک هم ترلاسه شول.

په کرمان ولایت کې، د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې په یوه لویه چاودنه کې چې پړه یې داعش ډلې ومنله، ۹۴ کسان ووژل شول.