بدخشان کې د روسیې د جېټ الوتکې لوېدل؛ طالبان: څلور کسان ژغورل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په بدخشان کې د روسیې د یوې شخصي جېټ الوتکې د لوېدو په پېښه کې له شپږو مسافرو څلور تنه ژغورل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه دا خبر ورکړی.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم تایید کړې چې دا شخصي جېټ الوتکه په کوفاب ولسوالۍ کې لوېدلې ده.

دوی تایید کړې چې څلور مسافر ژوندي پاتې او دوه نور مړه دي.