د اوکراین په اشغالي ښار دونتسک بریدونه؛ لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي

په دونتسک کې له برید وروسته د سیمې انځور

د اوکراین په اشغالي ښار دونتسک کې چارواکو ویلي چې پر یوه مارکېټ د توغندیزو بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي.

په دونتسک کې د روسیې له خوا ټاکل شوي مشر دینیس پوشیلین ویلي چې د دونتسک ښار په څنډو کې د دغو بریدونو له امله د دوو ماشومانو په شمول لږ تر لږه شل تنه نور ټپيان شوي هم دي.

هغه اوکرایني پوځ په دغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

کییف د دغو بریدونو په تړاو سمدستي څه نه دي ویلي او د روسي چارواکو ادعاوې هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د دونتسک مشر دینیس پوشیلین ویلي چې د بېړنیو خدمتونو واحدونه په سیمه کې په کار بوخت دي.