د طالبانو حکومت په کاغذي عریضو د پاسپورټ ورکړه بنده کړه

ارشیف: په کابل کې د پاسورټ ریاست مخې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په کاغذي عریضو د پاسپورټ ورکړه بنده کړه.

دغه ریاست پرون په خپله ایکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا پرېکړه یې د یخې هوا، مراجعینو لپاره د بشپړو اسانتیاوو د نشتوالي او په سیمه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره کړې ده.

د پاسپورټ ریاست ویلي چې انلاین غوښتنلیکونه مني او هم به عاجلو ناروغانو ته د پاسپورټونو وېش دوام ولري.

تر دې وړاندې هم د پاسپورټ سلګونه غوښتونکو ویلي وو چې د پاسپورټ په ریاست کې د کاغذي غوښتنلیکونو د منلو پروسه له بې نظمیو ډکه ده او حتی د طالبانو له لوري ورسره د ناوړه چلند او وهلو ټکولو خبره هم شوې ده.

طالبانو دا پروسه شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پیل کړه چې د پاسپورټ غوښتونکو له سختو نیوکو سره مخ شوه.