طالبانو د جاپان د کیودو خبري اژانس خبریال احسان اکبري نیولی

د افغانستان د خبریالانو د مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د جاپان د کیودو خبري اژانس خبریال احسان اکبري نیول شوی دی.

دغه مرکز نن (یکشنبې) په یوه خبرپاڼه کې د اکبري د ژر تر ژره او بې قید وشرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې د طالبانو له استخباراتو غوښتل شوي چې د هېواد د رسنیو قانون ته درناوی وکړي او د خبریالانو او رسنیو له ځپلو لاس واخلي.

د خبریالانو د مرکز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی په ۲۰۲۳ م کال کې په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د سرغړونو ۱۶۷ مورده ثبت کړي دي.