سعودي عربستان په سور سمندرګي کې پر کړکېچ زیاتېدو اندېښنه وښوده

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وايي، په سور سمندرګي کې د کړکېچ پر زیاتېدو اندېښنه لري.

ده سي این این ته په مرکه کې چې نن خپره شوه، وویل، اندېښنه یې دا ده چې پر یو بل د امریکا او حوثیانو حملې به له کنټروله ووځي او په سیمه کې به نښتې پراخې شي.

حوثي وسله والو چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، په وروستیو اوونیو کې په سره سمندرګي کې پر تېرېدونکو بېړیو د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي او له دې کبله د اسیا او اروپا ترمنځ نړیواله سوداګري اغېزمنه شوې ده.

امریکا او برېتانیا د حوثیانو د اقداماتو په ځواب کې د هغوی پر مورچو یو لړ بریدونه کړي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې په سمندرونو کې پر ازادې بېړۍ چلونې باور لري او په عین حال کې، په سیمه کې د ترینګلتیا د کمېدو غوښتونکی دی.