د سوداګریزو لارو بندیدو د افغانستان او پاکستان خصوصي سکتور ته د ورځې ۲۰۰ میلیونه ډالره تاوان اړولی

تورخم

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونو مسوولان وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو له کبله د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور د ورځې ۲۰۰ زره ډالره زیان کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او نورو سوداګري لارو د بندېدو نن اتمه ورځ ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل: هلې ځلې روانې دي، خو تراوسه پورې یې نتیجه نه ده ورکړې.