ګوتیریش: د فلسطینیانو د خپل هېواد له حقه انکار د منلو نه دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د یوه خپلواک فلسطیني هېواد د جوړېدو خلاف د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو له ټینګار سره- سره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، د خپل هېواد د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو له حق څخه انکار د منلو نه دی.

ده پرون (شنبې) د ناپېیلي غورځنګ د غړیو هیوادونو په غونډه کې چې په یوګنډا کې دایره شوې، وویل، د دوو هېوادونو یعنې د اسراییل ترڅنګ د فلسطینیانو لپاره د یوه هېواد د جوړېدو له حل لارې انکار د نه منلو دی او دا حق باید د ټولو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ ريیس جوزیپ بوریل هم د جمعې په ورځ د دوو هېوادونو پر حل لارې ټینګار کړی و.